IQNA

د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې د نبی اکرم (ص) د زوکړې جشن(انځورونه  او فیلم)

13:54 - September 07, 2025
د خبر لمبر: 3491663
ایکنا - د نبی اکرم حضرت محمد(ص) د نیکمرغه زوکړې د شپو ورځو ځانګړي جشنونه د مصر د چارواکو او اوسېدونکو په پراخ ګډون سره د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې ترسره شول.

 ایکنا نیوزد الیوم السابع په حواله راپور راکړ، دا دستورې  د مصر د دیني چارواکو، لکه د مصر مفتي نظیر محمد عیاد ، (د الازهر د علماوو د عالي شورا غړی) علي جمعة او (د الازهر د اسلامي څېړنو د مجمع منشي) محمد عبدالدایم الجندي په ګډون وکړ او د خلکو په پراخ  هرکلي سره جوړ شول.

د مصر د صوفیانو عالي شورا د دغومراسمو د اجرا مسؤلیت درلود، چې د ویناوو او د نبی اکرم (ص) د زوکړې په مناسبت د مداحئ او نعتونو  ویلو سره مل وو.

ګډونوالو، چې ډېری ئې د مصر صوفیان وو او سپینې جامې ئې اغوستې وې، د نبی اکرم (ص) سپیڅلې سیرت ته د خپلې مینې او درناوي په څرګندولو سره، د هغه د زوکړې شپې ورځې، چې د اسلامي ارزښتونو یادونه کوي، ولمانځل.

د مصر د صوفیانو د عالي شورا مشر عبدالهادي القصابي، وویل: د نبی اکرم (ص) د زوکړې مراسم د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کې د   الازهر شیخ احمد الطیب ، د مصر  د اوقافو د وزیر او د مصر مفتي سره په بشپړه همغږۍ ترسره شول.

یادونه وشوه چې د ربیع‌الاول میاشت د نبی اکرم (ص) د زوکړې له ایامو سره برابره ده او مسلمانان په دې مناسبت هڅه کوي چې د نبوي سیرت او اخلاقو څخه په ګټې اخیستنې سره، د یووالي او همبستګۍ مفاهیم پیاوړي کړي او د سولې او همدلۍ د خپرولو لپاره د نبوي سیرت پیروي وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4303566

captcha